وقاد: حکومت باید د سولې د عالي شورا په جوړښت کې اصلاحات راولي

د افغانستان د سولې عالي شورا وايي حکومت ته په کار ده چې د سولې د خبرو تر پیل مخکې د دې شورا په جوړښت غور وکړي.

د دې شورا د رهبري پلاوي یوه غړي قاضي محمد امین وقاد آزادي راډیو ته وویل؛ که حکومت غواړي چې د سولې د خبرو په برخه کې مثبت پرمختګونه وشي؛ باید د دې شورا په جوړښت کې د خپلو کړیو ژمنو په اساس اصلاحات راولي:

"تمه ده راتلونکې اوونۍ ولسمشر د سولې عالي شورا له غړیو سره وګوري. کوم تجدید چې جمهور رییس یې په پام کې لري هغه باید عملي کړي او له هغې وروسته به مونږ وکولای شو د سولې په اړه په مخ ولاړ شو."

تمه ده ولسمشر محمد اشرف غني د سولې عالي شورا له غړیو سره راتلونکې اوونۍ وګوري؛ څو د لازمو اصلاحاتو په راوړلو سره عملي ګامونه پورته شي.

کارپوهان انتقاد کوي چې د سولې عالي شورا سمبولیکه ده او باید د سولې د خبرو د پرمختګ او مخته وړلو لپاره دا شورا یو عملي کړنلاره غوره کړي.