د افغانستان ولسي جرګې په ولایتونو کې د سرپرستانو د کار دوام د جدي اندیښنې وړ وباله.
د دې جرګې رییس عبدالرووف ابراهیمي نن په عمومي غونډه کې وویل چې په ولایتونو کې نا امنۍ زیاتې شوي او د وسله والو مخالفینو تر څنګ اوس وخت غیر مسووله وسله وال هم په خلکو زورزیاتی کوي او وخت ناوخته نا امنۍ رامنځته کوي.
ښاغلی ابراهیمي وايي، په ولایتونو او سیمه ییزو ادارو کې سرپرستان د قانون په خلاف خپل کارونه مخته بیايي او د هر ډول رامنځته شویو ستونزو پر وړاندې مسوولانه عکس العمل نه ښيي.
خو افغان چارواکي وايي چې د ولایتونو لپاره د نویو والیانو د ټاکلو لپاره کار روان دی او هڅه کیږي چې وړ کسان په دغو څوکیو وګمارل شي.