د ملګرو ملتونو امنیت شورا د یمن د کړکېچ په اړه غونډه کوي

ټاکل شوې ده د ملګرو ملتونو د امنيت شورا به نن د يمن د کړکېچ په اړه خبرې وکړي.

روسيې غوښتنه کړې ده چې د بشري مرستو رسولو لپاره په محرمانه توګه په يمن کې د سعودي عربستان په مشرۍ په هوايي بمباريو کې د وقفې په خاطر خبرې وشي.

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د عمومي منشي مرستيال "والري آموس" وايي؛ په يمن کې په تېرو دوو اوونيو کې د جګړو له امله ۵۱۹ کسه وژل شوي دي چې ۹۰ يې کوچنيان دي او په زرګونو خلک خپلو کورو پرېښودلو ته اړ شوي دي.

سعودي عربستان د شيعه حوثي جنګياليو پر ضد د عربو هيوادونو د ايېتلاف د هوايي حملو مشري کوي.

د يمن ولسمشر عبدلربو منصور هادي تېره اوونۍ د حوثيانو د حملو له کبله له عدن ښار څخه وتښتېد.

شيعه جنګيالي له نهو ورځو راهيسې پر جاري هوايي بمباريو سربېره مخ پر وړاندې روان دي. دا هوايي بمبارۍ د سعودي عربستان په مشرۍ د عربو هيوادونو د ايتلاف له خوا کيږي چې غواړي ايران پلوه حوثيان پر شا وتمبوي او هادي بېرته واک ته راولي.