نن د اوکراین په ختيځ کې د يوه ماين د چاودلو له امله درې اوکرايني پوځيان وژل شوي او دوه نور ټپیان شوي دي.
د اوکراين د پوځ وياند "اندرې ليسنکو" نن ويلي چې دا مرګ ژوبله ډونڅک ته نيږدې د حکومت ترکنټرول په لاندې ښار کې شوې ده.
دا اعلان په داسې حال کې شوی چې نن د اپرېل څلورمه د ماينونو په اړه د معلوماتو د نړيوالې ورځې په توګه لمانځل کيږي.