په فرانسه کې د جرمن وينګز د 4U9525 الوتکې د لوېدو په سيمه کې د پلټنو کار بيرته پیل شو. دا الوتکه د مارچ د مياشتې په ۲۴مه نېټه لوېدلې وه.
پلټونکي پر دې تمرکز کوي چې د الوتکې ټوټې او د ۱۵۰ مسافرو پاتې شونې تر لاسه کړي.
روانه اوونۍ د الوتکې د ثبت له ماشين څخه د تر لاسه شوي معلوماتو له مخې؛ داسې شک کيږي چې د دې الوتکې دوهم پیلوټ انډريس لوبټز قصداً دا الوتکه د غره له څنډې سره جنګولې وه. د معلوماتو له مخې، ده د الوتکې د تګ لوری تغير کړ چې الوتکه ټيټه شي.
د روانې اوونۍ په پيل کې، لفتانزا شرکت چې جرمن وينګز یې څانګه ده؛ ويلي، دوی شپږ کاله وړاندې خبر وو چې له دې مخکې چې د پيلوټي روزنه تر سره کړي؛ دوهم پيلوټ لوبِټز له ژور خفګان سره مخامخ و.
لفتانزا تر فشار لاندې ده چې بايد ووایي دا شرکت د دوهم پيلوټ د ژور خفګان په اړه څه معلومات لري او د متخصصينو په وينا؛ دا شرکت د شويو زيانونو د تاوان ورکولو سره مخامخ کېدای شي.