په افغانستان کې د لمریزې برېښنا د تولید یوه نمونه یي پروژه فعاله شوې

د افغانستان د اوبو او انرژۍ وزارت چارواکي وایي چې، د برېښنا له شرکت سره په ګډه یې د درې کیلو واټه په اندازه د لمریزې برېښنا د تولید یوه نمونه یي پروژه فعاله کړې.

د دغه وزارت د تجدید وړ انرژۍ د برخې رییس امان الله غالب نن آزادۍ راډيوته وویل؛ دغه پروژه د جرمني له خوا تمویلږي او په دغه پروژه کې به خلک د خپلو کورونو؛ فابریکو یا دفترونو پر بامونو د شمسي برېښنا د تولید دستګاوې نصبوي او خپله اضافه بریښنا به بېرته پر بریښنا شرکت پلوري.

"په دغه پروژه کې موږ ثابته کړه چې دا امکان شته چې د ښار هر اوسیدونکی کولای شي؛ په خپل کور دفتر یا فابریکه کې د سولر انرژۍ دستګاه نصب کړي او د بریښنا له ملي شبکې سره یې وصل او پردغه شبکه برېښنا خرڅه کړي."

ښاغلی غالب زیاتوي اوسمهال له برېښنا شرکت سره د دغې پروژې د بریښنا د بیې پر تعرفو خبرې جریان لري.

په عین حال کې امان الله غالب زیاتوي؛ د ۲۰۱۶ میلادي کال ترپایه پورې به د آسیا پراختیایي بانک د اتیا میلیونه ډالرو په لګښټ په درېیو لېرې پرتو ولایتونو کې د بادي او شمسي بریښنا د تولید زمینه برابره شي.

دی وایي، په دایکندي، غور او نورستان ولایتونو کې به چې د بریښنا د ملي شبکې څخه لیرې دي؛ د بادي یا شمسي بریښنا د تولید دستګاوې فعالې کړي.

ښاغلی غالب وایي، د ولایاتو ټاکنه به د دوی د ضرورت پر اساس وشي.