د ولسي جرګې اداري پلاوی وايي؛ راتلونکې اوونۍ به د افغانستان د کابینې پاتې کاندید وزیرانو ته د باور رایې لپاره صندوقونه کیږدي.
د ولسي جرګې دویم مرستیال نذیر احمد احمدزي آزادي راډیو ته وویل؛ د کاندید وزیرانو اسنادو اړوندو ادارو ته د څېړنو لپاره لیږل شوي او تر یوې اوونۍ پورې به دا پروسه بشپړه شي.
تېره اوونۍ د افغانستان د کابینې شپاړس کاندید وزیران ولسي جرګې ته معرفي شول؛ خو لا هم د دفاع وزارت لپاره کوم څوک نه دی کاندید شوی.