په لوګر کې د ماین چاودنې اوه تنه ملکیان وژلي دي

په لوګر پرون په سړک کې د یو ځای پر ځای شوي ماین چاودنې اوه کسان ووژل.

د لوګر د والي ویاند دین محمد درویش وویل؛ دا چاودنه د بره کي برک په ولسوالۍ کې پر هغه موټر شوې ده چې د یو ې کورنۍ غړي په کې سپاره وو.

د چارواکو په وینا، په دې برید کې څلور ښځې، دوه ماشومان او یو سړی چې ټول د یوې کورنۍ غړي دي وژل شوي.

که څه هم تر اوسه پورې کوم چا د دې برید پړه نه ده منلې؛ خو د لوګر د والي ویاند وسله وال طالبان د دې ماین په اېښودلو کې پړه بولي.

وسله وال طالبان ډیر کله په لارو کې د حکومتي چارواکو او سرتیرو پر ضد له ماینونو کار اخلي.

په لوګر کې د اوو ملکیانو د وژل کېدو خبر په داسې حال کې ورکول کیږي چې تر دې یوه ورځ مخکې په ګاونډي ولایت خوست کې یوې ځان وژونکي چاودنې یو ویشت کسان ووژل او ګڼ نور یې ټپیان کړل.