لرې کړی شوي ولسمشر ته وفادار یمني جنګیالي جنوبي بندري ښار عدن کې د سعودي عربستان له خوا ورکړل شوې وسلې د حوثي ملیشو د پر شا تنبولو لپاره کاروي.
راپورونه وايي، سعودي الوتکو په جګړه کې هغو ښکیلو یمني ځواکونو ته له هوا څخه وسلې غورځولي دي چې پرون ناوخته یې حوثي ملیشې د عدن له مرکزې سیمې وویستلې.
راپورونه وايي، حوثي یاغیان پرون اړه شول چې په عدن ښار کې د عبدل الربه المنصور هادي له یو استوګنځي څخه ووځي.
هادي تیره اونۍ وروسته له هغې سعودي عربستان ته وتښتېده چې حوثي یاغیانو په عدن کې پرمختګ وکړ.
سعودي عربستان په مشرۍ یو ایتلاف نهه ورځې وړاندې په یمن کې د حوثي یاغیانو پر ضد چې ایران یې ملاتړ کوي؛ هوايي بریدونه پیل کړل.
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو تنظیمونکې "والیري اموز" ویلي؛ په تېرو دوه اونیو کې په یمن کې په روانو جګړو کې پنځه سوه نولس کسان وژل شوي او تر اولس سوو پورې نور ټپیان شوې دي.