د پاکستان صدراعظم نوازشریف نن ترکیې ته لاړ او ټاکل شوې چې د یمن د بحران په اړه خبرې وکړې.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وایي، شریف به د ترکیې له جمهوررئیس رجب طییب اردوغان او صدراعظم احمد داود اوغلو سره وګوري او د یمن د حالاتو په اړه به وغږیږي.
د پاکستان صدراعظم د پنجشنبې په ورځ د هغې غونډې مشري کړې وه چې سعودي عربستان ته استول شوي سیاسي او پوځي هیئت په کې خپل راپور وړاندې کړ.
له غونډې وروسته په یوه بیان کې یوځل بیا وویل شول چې پاکستان به د سعودي عربستان ځمکني تمامیت ته د هرډول ګواښ سخت ځواب ووایي.
د پاکستانې چارواکو په دې بیان کې دغه رازد هغو ډلو اعمال هم غندل شوي چې غواړي د یمن قانوني او مشروع حکومت ړنګ کړي.
پاکستان چې د سعودي عربستان نږدی متحد دی، پارلمان به یي د اپریل په شپږمه یوه خاصه غونډه وکړي او په یمن کې د حوثي یاغیانو پرضد د سعودي عربستان په مشرۍ ایتلاف کې په ګډون او یا نه ګډون به بحث وکړي.