د افغانستان د ملي وحدت د حکومت اجرايي رییس وايي چې د لوړو زده کړو خصوصي موسسې باید د درسي کېفیت ښه والي ته توجه وکړي.
عبدالله عبدالله د پنجشنبې په ورځ د خورشید د لوړو زده کړو د موسسې د پرانیستلو پرمهال وویل چې په لوړو زده کړو پانګونه د ټولنې د پرمختګ لامل کېږي.
د افغان حکومت اجرايي رییس وايي، په تېرو دیارلسو کلونو کې د خصوصي سکټورله خوا په لوړو زده کړو باندې پانګونه د پام وړ ده خو باید چې د دغو زده کړو کېفیت نور هم ښه شي.
عبدالله عبدالله د پنجشنبې په ورځ په کابل کې د خورشید د لوړو زده کړو موسسې د پرانیستلو پرمهال وویل چې د لوړو زده کړو موسسې دې یواځې کمیت په پام کې نه نیسي بلکې د کېفیت د ښه والي لپاره دې هم هڅه وکړي.
ښاغلي عبدالله وویل چې د لوړوزده کړو په خصوصي موسسو کې د کېفیت د ښه والي لپاره باید د دغو موسسو ترمنځ سالمې سیالۍ هم رامنځته شي:
″تاسو یواځې د محصلینو په تعداد او کمیت قناعت مه کوئ له دې امله به تاسو هیڅکله د محصلینو د کمښت ستونزې ونه لرئ.
د کارد کېفیت د ښه والي لپاره ډېره ښه خبره ده چې د لوړو زده کړو د موسسو ترمنځ سالمه سیالي موجوده وي.
سالمه سیالي په دې معني چې تاسو هره ورځ د درسي کېفیت د ښه والي په سر پانګونه زیاته وکړئ.″
ښاغلي عبدالله همدا رازله افغان سوداګرو او پانګه اچوونکو وغوښتل چې د هېواد د پرمختګ لپاره د لوړوزده کړو په برخه کې پانګونه وکړي.
د ملي وحدت د حکومت اجرايي رییس وویل چې د لوړو زده کړو د خصوصي موسسو په رامنځته کېدو سره د لسګونه استادانو او عامو خلکو لپاره د کار زمینې هم برابریږي.
د لوړو زده کړو وزارت د معلوماتو له مخې، اوس وخت د لوړو زده کړو شپږدېرش دولتي او یوسل او درې خصوصي موسسې په مرکز او ولایتونوکې فعالیت کوي.
د حکومت د اجرایه رییس په خبره د لوړوزده کړو وزارت هم باید د لوړوزده کړو په موسسو کې د درسي کېفیت د ښه والي لپاره هڅه وکړي.
په عین حال کې د لوړو زده کړو وزارت چارواکې تاییدوي چې د لوړو زده کړو په خصوصي موسسو کې ځیني ستونزې موجودې دي خو د درسي کېفیت د ښه والي لپاره یو لړ پروګرامونه په پام کې نیول شوي دي.
د دغه وزارت ویاند محمد عظیم نوربخش ازادۍ راډیوته وویل چې هرکال د لوړوزده کړو د خصوصي موسسو د زده کړو له بهیره څارنه کوي:
″د لوړو زده کړوله خصوصي موسسو هرکال څارنه او ارزونه ترسره کېږي.
ځیني ستونزې لا هم شته دي او موږ یې تاییدوو.
د لوړو زده کړو د خصوصي موسسو په خاطرپه لازمو برخو کار روان دی.
موږ په پلان کې لرو چې په راتلونکې کې د لوړو زده کړو خصوصي موسسو ته د ځوانانو د لاسرسي او د درسي کېفیت د ښه والي لپاره یو لړ کارونه ترسره کړو.″
د لوړو زده کړو په خصوصي موسسوکې بیا ترټولو لویه ستونزه چې محصلین یې مطرح کوي د لوړو فیسونو خبره ده.
دوی د درسي کېفیت په اړه د ستونزې ترڅنګ په اکثرو موسسو کې لوړ فیس هم یوه مهمه مساله بولي چې باید د کمیدو لپاره یې جدي هڅه وشي.
راپور: صفي الله ستانکزی