ټاکل شوې ده چې د ایران پراټمي پروګرام خبرې نن په سویس کې دوام وکړي.
د ایران او د نړۍ د شپږو غښتلیو هېوادونو جګپوړي چارواکي نه دي توانېدلي چې د مارچ د ۳۱ نېټې تر ضرب الاجل مخکې د یوې موافقې پرچوکاټ سلا وکړي.
د امریکا د بهرنیوچارو وزیرجان کري او د جرمني د باندنیو چارو وزیر فرانک والتر شتاین مایر ویلي چې یوې سیاسي موافقې ته د رسېدو لپاره به نن د سویس په لوزان کې پاتې شي.
د فرانسې د بهرنیوچارو وزیرلورانت فابیوس د خبرولپاره پرون ناوخته بېرته سویس ته ستون شو.
نوموړی د دې لپاره له لوزانه بېرته پاریس ته تللی و چې په خبرو کې پرمختګ ورو و.
له بلې خوا د ایران د بهرنیوچارو وزیرمحمد جواد ظریف وايي چې په خبرو کې فوق العاده پرمختګ شوی دی.ظریف نن سهار په لوزان کې وویل:
″موږ هیله لرو چې د وړاندې تګ لپاره به د ټولو خواوو سیاسي اراده به موجوده وي.
بې له شکه ځیني ستونزې شته چې موږ یې د حل لارې له موندلو راګرځولي یوو او زه یقیناً هیله لرم چې زموږهمکاران به دا حقیقت درک کړي چې دا یو بې ساری فرصت دی چې بیا به تکرارنه شي او دوی ته پکارده چې له دې فرصته ګټه واخلي.″
د ایران د باندنیوچارو وزیر تېره شپه د امریکا له باندنیو چارو وزیرسره څو ساعته خبرې وکړې.