د فرخندې د قتل په اړه د حقیقت موندنې کمیسیون وایې، د دوي څیړنو ثابته کړې چې فرخنده بې ګناه وه او قران مجید یې نه وسوځولی.
د دغه کمیسیون رییس محی الدین بلوچ نن خبریالانوته د وینا پرمهال که څه هم د دغه قتل اصلي علت و نه ښود خو زیاته یې کړه چې نوموړې یوه متدینه نجلۍ و او خلک به یې له انحرافاتو منع کول.
په همدې حال کې راپورونه وایې چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیاله سیمین حسن زاده د فرخندې د وژنې د توجیه کولو په خاطرله دندې ګوښه شوې ده.
اووه ویشت کلنه فرخنده دوه اونۍ مخکې په کابل کې د یو شمېرخلکو له لوري د قران مجید د سوځولو په تورپه بې رحمۍ سره ووژل شوه.