د خوست د نن ورځې په انتحاري حمله کې کې ۵۶ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

د خوست چارواکي وایې، په دغه ولایت کې د نن ورځې په انتحاري حمله کې کې شپږپنځوس کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د خوست د سرپرست والي ویاند مبارزمحمد ځدران ازادۍ راډیوته وویل چې په دغه پيښه کې شپاړس تنه وژل شوي او پاته نور ټپیان دي.

ښاغلي ځدران د دې پيښې په اړه وویل:

″نننۍ پيښه په نهو بجو او پنځه پنځوسو دقیقو د والي د کورمخې ته چې د عامې روغتیا ریاست هم موقعیت لري، پر عمومي سړک شوې چې د امنیتي ځواکونو د معلوماتو له مخې دا چاودنه د یوه پلي ځانمرګې په واسطه رامنځ ته شوې.″

له سیمې د ازادۍ راډيو خبریال وایې چې په ټپیانوکې په ولسي جرګه کې د خلکو استازی همایون همایون هم شامل دی.

دغه چاودنه نن سهارشاوخوا لس بجې د هغو مظاهره کونکو په منځ کې وشوه چې د سرپرست والي او په دغه ولایت کې د شته فساد پر ضد یې مظاهره کوله.

په همدې تړاونن په کابل کې هم د خوست لسګونه اوسیدونکو مظاهره وکړه.