علومي: د تښتول شویو ۳۱ مسافرو د خلاصون لپاره پراخې هڅې کیږي

د افغانستان د کورنیو چارو وزیر وایې، د کابل کندهار پر لاره د تښتول شویو ۳۱ مسافرو د خلاصون لپاره پراخې هڅې کیږي.

نورالحق علومي نن په کابل کې خبریالانو ته وویل چې په دې برخه کې هم د حکومت او هم د سیمه ییزو خلکو له لوري کوښښونه کیږي.

ښاغلي علومي زیاته کړه، هغه کسان چې په نورو ولایتونو کې په وروستیو کې تښتول شوي، علت یې خپل منځي اختلافات دي.

دغه مسافرڅه باندې یوه میاشت مخکې د زابل ولایت په شاه جوی ولسوالۍ کې د نامعلومو وسله والو له لورې وتښتول شول چې لاهم نه دي خوشې شوي.