نن پنجشنبه د سهارپه نيږدې لسو بجو په خوست ښار کې په مظاهره کوونکو چاودنه وشوه چې د لومړنيو مالوماتو له مخې په دې پېښه کې ۵۶ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د خوست د سرپرست والي وياند مبارزمحمد ځدراڼ مشال راډيو ته وويل چې د لومړنيو مالوماتو له مخې په دې پېښه کې ۵۶ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې چې په دې کې ۱۶ تنه وژل شوي دي.
ښاغلی ځدراڼ وايي چې په ټپيانو کې د ولسي جرګې استازی همايون همايون هم ټپي شوی دی.
يادې مظاهرې او مدني حرکتونه له تېرې شنبې ورځې راهيسي په خوست کې د سرپرست والي نعيمي او يو شمېر نورو چارواکو پر ضد چې مظاهره چیان يې په فساد تورنوي پيل شوي دي.
په دې چاودنه کې د ګڼې مرګ ژوبلې ترڅنګ په ولسي جرګه کې د دفاعي کميسيون ريس او د خوست د خلکو استازی همايون همايون هم ټپي شوی دی.
د پيښې يو تن عيني شاهد مشال راډيو ته وويل چې کله ښاغلی همايون همايون د لاريون کوونکو له ډلې سره يوځای شو چاودنه رامنځته شوه.
همدارنګه د پيښې په ځای کې د خوست د ځينو کشفي ادارو مسؤلينو د نوم نه ښودلو په شرط مشال راډيو ته وويل چې د دوی لومړنيو تحقيقاتو نه جوتيږي چې دا یو ځانمرګی بريد وو.
د ملي اردو يو سرتيری چې د امبولانس موټرسره په څنګ کې ولاړ وو، وويل چې دوی په پنځو امبولانسونو کې د پېښې مړي او ټپيان وليږدول.
په مظاهره چیانو کې ډېری يې معلولين او معيوبين وو، غوښتل په خوست ښار کې تر لنډ لاريون وروسته د خوست په ملي لوبغالي کې د مظاهره چیان د سترې ډلې سره يو ځای شي.
غير رسمي سرچينې وايي چې دا مهال د ولسي جرګې استازي همايون همايون روغتيايي حالت ښه دی.
تر اوسه کومې وسله والې ډلې د دې مسؤليت پر غاړه نه دی اخيستی.
راپور: نجيب الله الوخېل
پخواني:
نن پنجشنبه د سهار په نيږدې لسو بجو په خوست ښار کې په مظاهره چیانو چاودنه وشوه.
ياد مظاهره چیان او مدني حرکتونه له تېرې شنبې ورځې راهيسې په خوست کې د سرپرست والي نعيمي او يو شمېر نورو چارواکو پر ضد چې مظاهره چیان يې په فساد تورنوي پيل شوي دي.
په دې چاودنه کې د ګڼې مرګ ژوبلې ترڅنګ په ولسي جرګه کې د دفاعي کميسيون ريس او د خوست د خلکو استازی همايون همايون هم ټپي شوی دی.
د پيښې يو تن عيني شاهد مشال راډيو ته وويل چې کله ښاغلی همايون همايون د لاريون کوونکو له ډلې سره يو ځای شو چاودنه رامنځته شوه.
همدارنګه د پيښې په ځای کې د خوست د ځينو کشفي ادارو مسؤلينو د نوم نه ښودلو په شرط مشال راډيو ته وويل چې د دوی لومړنيو تحقيقاتو نه جوتيږي، چې دا یو ځانمرګی بريد وو.
د ملي اردو يو سرتيری چې د امبولانس موټر سره په څنګ کې ولاړ وو، وويل چې دوی په پنځو امبولانسونو کې د پېښې مړي او ټپيان وليږدول.
په لاريونوالو چې ډېری يې معلولين او معيوبين وو، غوښتل په خوست ښار کې تر لنډ لاريون وروسته د خوست په ملي لوبغالي کې د لاريون کوونکو د سترې ډلې سره يو ځای شي.
غير رسمي سرچينې وايي، چې دا مهال د ولسي جرګې استازي همايون همايون روغتيايي حالت ښه دی.
تراوسه کومې وسله والې ډلې ددې مسؤليت پر غاړه نه دی اخيستی.
نجيب الله الوخېل
پخواني:
په خوست کې د عامو خلکو د مظاهرې پر یوې برخې چاودنه شوې او مرګ ژوبله هم لري.
په خوست کې د ازادۍ راډيو خبریال وایي، چاودنه هغه مهال وشوه چې د معیوبینو یوې ډلې غوښتل له هغې مظاهرې سره یوځای شي چې د دې ولایت د سرپرست په ضد جوړه شوې وه.
تر اوسه د چاودنې څرنګوالی نه دی معلوم او کومې مخالفې ډلې هم په دې اړه تبصره نه ده کړې.
د خوست د سرپرست والي پر ضد نن په کابل کې هم یوه مظاهره پلان شوې ده.