افغان ولسمشر: په کندهارکې به د تازه میوو د تجارت په برخه کې شکایتونه وڅیړل شي

د افغانستان ولسمشرد کندهار د میوو له یو شمېر سوداګرو سره ژمنه وکړه چې له مرکزه به یو پلاوی ډیر ژر کندهار ته واستوي څوهلته د تازه میوو د تجارت په برخه کې شکایتونه وڅیړي.

د کندهار د تازه میوو یوشمېرسوداګروتیره ورځ په ارګ کې له اشرف غني سره ولیدل او شکایت یې وکړچې د کندهارد تازه میوو تجارت د یوه تن له لوري انحصارشوي دي چې دې کاردوی له ستونزو سره مخامخ کړي دي.

د کندهارسوداګرو له ولسمشره د کندهارپه محلي اداره کې د اصلاحاتو غوښتنه هم وکړه.