د تاجکستان د نشه يي موادو د مخنیوي اداره وایي چې د افغان امنیتي ځواکونو په مرسته یې د افغانستان په بدخشان ولایت کې د هیروینو یوه فابریکه له منځه وړې ده.
د تاجکستان د نشه يي موادو د مخنیوي د ادارې چارواکو تیره ورځ وویل چې د افغان پولیسوپه مرسته یې د عظم ګل په کلي کې د هیروینو فابریکه تخریب کړه او د فابریکې څښتن یې ونیو.
د عملیاتو پرمهال پولیسو ۱۳۵ کېلوګرامه خام هیروین هم ترلاسه کړې دي.
د تاجکستان د نشه يي موادو پرضد ادارې له ۲۰۰۴ کال راپه دې خوا له افغان ځواکونو سره د افغانستان په شمال کې څوځله مخکې هم د مخدرموادو پرضد په ګډو عملیاتو کې برخه اخیستې وه.