نن د کابیني پاته غړي ولسي جرګې ته معرفي شوه

نن د افغان حکومت د کابیني پاته غړي ولسي جرګې ته معرفي شوه.

د ولسمشر دوهم مرستیال سروردانش د دغو کسانو نومونه ولسي جرګې ته وسپارل.

خو د دفاع وزارت لپاره لاهم د کوم کاندید نوم په دې لست کې نشته .

په همدې حال کې د ولسي جرګې لومړي مرستیال ظاهر قدیر اړونده کمېسیون ته یې دنده وسپارله څو د کاندید وزیرانو اسناد ژرتر ژرهوڅیړي.