رنجبر: د کاندید وزیرانو په اړه حکومتي چارواکو خپلې ژمنې سمې نه دي عملي کړي

سیاسي کارپوهان وايي، د کابینې د کاندید وزیرانو په اړه د حکومت مشرانو خپلې ژمنې سمې نه دي عملي کړي.

دوی وايي، د ملي وحدت د حکومت مشرانو ژمنه کړې وه چې د روابطو او علایقو پرځای به مسلکیتوب او وړتیا ته ډېرپام وکړي خو دا مساله د وروستیو کاندید وزیرانو د معرفي پرمهال ناسمه ثابته شوه.

د سیاسي چارو کارپوه کبیر رنجبرکه څه هم د نویو کاندید وزیرانو زده کړې د قناعت وړبولي خو وايي چې ډیریې کافي تجربه نه لري او اکثر د دواړو ټیمونو پلویان دي.

له ښاغلي رنجبرسره صفي الله ستانکزي مرکه کړې ده او په سر کې یې د اوسنیو معرفي شویو کاندید وزیرانو په اړه ترې پوښتنه کړې ده؟

Your browser doesn’t support HTML5

رنجبر: د کاندید وزیرانو په اړه حکومتي چارواکو خپلې سمې نه دي عملي