دانش: سوله د افغانستان کمزوري نه بلکې اړتیا ده

د ولسمشرغني دویم مرستیال وایي، وسله وال مخالفان باید پوه شي چې سوله غوښتنه د افغانستان د دولت کمزوري نه بلکې د دې هېواد اړتیا ده.

سروردانش د چهارشنبې په ورځ ولسي جرګې ته د کاندیدو وزیرانو د معرفی پرمهال وویل، افغان حکومت د سولې دروازې پرانیستې پریښي خو دا توان هم لري چې له دې هېواده په بشپړه توګه دفاع وکړي.

افغان چارواکي ټینګار کوي چې دولت د عادلانه سولې او د دایمي امنیت د ټینګښت لپاره هر رازهڅې کوي خو وسله وال مخالفان دې داسې نه انګیري چې سوله غوښتنه د افغان حکومت کمزوري ده.

د ولسمشرغنی دویم مرستیال سرور دانش وایي چې افغانستان سولې ته اړتیا لري او د سولې ټینګښت د ملي وحدت د حکومت له لومړیتوبونو څخه بلل کیږي.

ښاغلي دانش چې د چهارشنبې په ورځ یي ولسي جرګې ته د شپاړسو کاندید وزیرانو د معرفی په غونډه کې خبرې کولې وویل چې افغان حکومت د سولې او خبرو اترو دروازې پرانیستې پریښي:

″د دولت وسله وال مخالفان دې پوه شي چې زموږد سولې غوښتنې غږ د کمزورتیا له امله نه دی.

زموږله نظره لکه څنګه چې د وسله والو مخالفانو پر وړاندې د سولې دروازې پرانیستي دي، موږ له دې خاورې او د دې هېواد له ځمکنۍ بشپړتیا او د هر وګړي له ځان او مال څخه په قاطع ډول دفاع کوو.

وسله وال مخالفان باید پوه شي چې د خلکو تښتول، برمته کول، انتحاري حملې په تیره د ملکي خلکو، مسافرو او بې ګناه کسانو برمته کول به د هغوی د بریا او پرمختګ سبب نه شي.

له دې کارسره به هغوی هره ورځ د خلکو له ډیرنفرت او کرکې سره مخامخ شي.″

دا څرګندونې په داسې حال کې کیږي چې د افغان حکومت او وسله والو مخالفانو ترمنځ د سولی خبرواترو تربل هر وخت زور اخیستی او افغان چارواکو مخکي ویلي وو چې د مارچ په میاشت کې به د سولې خبرې اترې رسمآ پیل شي.

سره له دې چې د افغان چارواکو د پخوانيو څرګندونو پرخلاف لا تر اوسه د سولې د خبرو آترو کوم څرک نه لګیږي خو د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د سې شنبې په ورځ وویل چې د سولې د مذاکراتو د ځای او نیټې د معلومولو هڅې دوام لري.

خو له کله نه چې د افغان حکومت او وسله والو طالبانو ترمنځ د سولې خبرې ګرمې شوي د افغانستان په ځینو سیمو کې د عامو خلکو د تښتولو پیښې هم زیاتې شوي.

د جمهوررییس غني دویم مرستیال سروردانش هم همدې مسالې ته اشاره کوي او وایي چې د خلکو برمته کول به د وسله والو مخالفانو د پیاوړتیا سبب نه بلکې د هغوی پرضد د خلکو د نفرت لامل وګرځي:

″وسله وال مخالفان باید پوه شي چې د خلکو تښتول، برمته کول، انتحاري حملې په تیره د ملکي خلکو، مسافرو او بې ګناه کسانو برمته کول به د هغوی د بریا او پرمختګ سبب نه شي.

له دې کار سره به هغوی هره ورځ د خلکو له ډیر نفرت او کرکې سره مخامخ شي″.

وسله والوطالبانو تردی وړاندې په وار وار ویلي چې ترهغې به له افغان حکومت سره د خبرو اترو میز ته نه کیني څو چې ټول بهرني ځواکونه له دې هېواده نه وي وتلي.

د افغانستان خلکو او په دی هېواد کې مدني ټولنو د سولې پرخبرو اترو ټینګارکړی خو ویلي یی دي چې په دې پروسه کې باید د افغانستان تیرې لاس ته راوړنې له پامه ونه غورځول شي.

سیاسي او امنیتي څیړونکو هم ویلي چي افغان حکومت باید له وسله والو مخالفانو سره د سولې خبرې آترې له پیاوړي دریځ نه پرمخ بوځي.

راپور: نسیم شفق