د یوه تازه راپور له مخې افغانستان په آسیا کې تر تایوان وروسته هغه هیواد بلل کېږي چې وګړي یې تر ټولو ډېر د خپلو عدلي او قضایې ارګانونو په اړه بدبین دي.
په عدلي او قضایي ارګانونو کې رشوت، د دوسیو په څیړلو کې ځنډ او په ځینو سیمو کې د حکومت نه واکمني د دې سبب کېږي چې یو شمیر خلک د خپلو قضیو د سپینولو لپاره صحرایي محاکمو ته مراجعه وکړي.
پدغو محاکمو کې عدالت په هغه ډول چې باید وي نه مراعاتېږي. خو زندانیان له دې ستونزي سره څه کوي؟
فریبا ظاهر د افغانستان په لویو ښځینه زندانونو کې له بندي میرمنو سره پر هغو ستونزو غږیدلې چې د دوسیو د ارزوني په برخه کې ورسره مخامخ دي.
Your browser doesn’t support HTML5