د ملګرو ملتونو د کډوالو اداره وايي چې د یمن په شمال لویدیز کې د بې ځایه شویو خلکو پر یوه کمپ / پنډغالي په بمبارۍ کې ګڼ شمېر کسان وژل شوي او زخمیان دي.
داپه داسې حال کې ده چې په یمن کې د حوثي ملیشو پر ضد د سعودي عربستان په مشرۍ د ایتلافي قواوو هوايي عملیات جاري دي.
د مهاجرت نړیوالې ادارې [IOM] ویلي چې د المرزق په نوم پر دې ځای په بمبارۍ کې لږترلږه پینځه څلویښت تنه وژل شوي او 65 تنه زخمیان دي.
یوه یمني چارواکي ویلي چې په دې پيښه کې کوچنیان؛ ښځې او د دې کمپ امنیتي ساتونکي وژل شوي دي.
د یمن د بهرنیوچارو وزیر، د سعودي عربستان له مرکز ریاض څخه په خبرو کې وویل چې پر دې کمپ د عربو د ایتلافي قواوو له خوا بمباري نه ده شوې بلکه د حوثي ملیشو په راکټي حمله کې وژل شوي دي.