د بلخ په شولګرې ولسوالۍ کې ۳ملکیان برمته شوي دي

د بلخ په شولګري ولسوالۍ کې درې تنه ملکيان د ناڅرګندو کسانو له خوا برمته شوي دي.

د بلخ د امنیې قومندانۍ د امنیت امرعبدالرازق قادري ازادۍ راډیوته وویل چې دغه کسان تیره شپه د شولګري ولسوالۍ او مزارشریف ښار ترمنځ د باغ پهلوان په سیمه کې تښتول شوي دي.

ښاغلي قادري زیاته کړه چې دوی نن د یادو کسانو د خلاصون په هدف په سیمه کې عملیات پیل کړي دي.

پرهمدې مهال د شولګرۍ ولسوالۍ اوسیدونکو ازادۍ راډیو ته وویل چې د برمته شوو کسانو شمېرشپږ تنه دی.

د یوه بل خبرله مخې نن د مدني ټولنو او د غزني ولایت یو شمېراوسیدونکوپه کابل کې د یوې اعتراضیه غونډې پر مهال له حکومت او ولسي جرګې څخه وغوښتل چې په زابل کې د ۳۱ برمته شوو مسافرو د خلاصون په برخه کې چوپه خوله پاته نه شي.