د کندز والي: که د غیرمسووله وسله والو د مخنیوي په برخه کې اقدام ونه شي له خپلې دندې استعفا کوم

د کندز والي محمدعمر ساپي وايي، که د کورنیو چارو وزارت په دې ولایت کې د غیر مسووله وسله والو د مخنیوي په برخه کې جدي اقدام ونه کړي له خپلې دندې به استعفا وکړي.

محمدعمرساپي تیره ورځ د دې ولایت قومي مشرانو او سپین ږیروته په خبروکې ووېل چې په دې ولایت کې د غیرمسوله وسله والو پراخ حضور د خلکو په وړاندې ګڼي ستونزې رامنځته کړي دي.

ساپي زیاته کړه چې په دې اړه یې په مرکزکابل کې اړوندو ادارو ته د حمل میاشتې تر۳۱ پورې وخت ورکړي که غوښتنې ونه منل شي له خپلې دندې به رسما استعفا ورکړي.

ښاغلي ساپي زیاته کړه چې یاد وسله وال د یو شمېر لوړ پوړو کسانو د ملاتړه برخمن دی خو نوموړي د یادو کسانو نوم وانه خیست.

له دې وړاندې ولسي جرګې هم په کندزکې د غیرمسوله وسله والو د موجودیت په اړه اندیښنه ښودلې وه.