سعودي، پوتین د سوریې په کورنۍ جګړه کې په دوه مخۍ تورن کړ

سعودي عربستان ولسمشرولادیمیر پوتین د سوریې په کورنۍ جګړه کې د روسیې د ګډون په مسئله کې په دوه مخۍ تورن کړی.

دا وینا د مصر په شرم الشېخ ښار کې د عرب لیګ د غړو هېوادونو په سرمشریزه کې د سعودي عربستان د بهرنیوچارو د وزیر سعود الفیصل له خولې نقل شوې ده. نوموړي وروسته له دې چې د پوتین یو لیک په سرمشریزه کې ولوستل شو، ویلي، په داسې حال کې چې مسکو د سوریې د ولسمشر بشاراسد په ملاتړ سره په منځني ختیځ کې بې ثباتۍ ته لمن وهي، پوتین باید دا ډول څرګندونې ونکړي.

شهزاده الفیصل وویل، پوتین د منځني ختیځ د ستونزو په اړه داسې خبرې کوي لکه روسیه چې په دې ستونزو کې هېڅ لاس ونلري.

د پوتین په لیک کې ویل شوي و، روسیه د یوې سوکاله راتلونکې او د ټولو ستونزو د حل په مقصد له سوله ییزې لارې او له بهرنۍ لاسوهنې پرته د عربانو د هڅو ملاتړ کوي.