پاکستاني امنيتي چارواکي وايي، د پاکستان د پوځ يو جګ پوړى افسر پرون په پېښور کې په ډزو ووژل شو.
چارواکي وايي چې نامعلومو وسله والو پرليفټننټ کرنل طاهرعظيم د پېښور په حيات اباد سيمه کې په داسې حال کې ډزې وکړې چې له جومات څخه خپل کور ته روان و.
له پېښې وروسته پوليسو سيمه محاصره کړه او د تلاشي عمليات يې پیل کړل، خو چارواکي وايي چې وسله وال د پېښې له ځايه په تېښته بريالي شوي دي.
دا لومړى ځل دى چې وسله وال په پېښورکې د پاکستاني پوځ یو برحاله افسرپه نښه کوي.
د پرونۍ حملې مسوولیت تر اوسه کوم چا یا ډلې نه دی منلی خو نژدې لس ورځې مخکې د پېښور په يکه توت سيمه کې د مسلم ليګ (ن) سيمه ييزمشر سردارمحمد مومند په ډزو ووژل شوچې مسووليت پاکستاني طالبانو ومانه او دا يې په پېښورکې پر سياستوالو د چريکي حملو پيل وباله.