نن ماښام شاوخوا شپږنیمې بجې د کابل په شاه شهید سیمه کې یوه انتحاري حمله شوې.
افغان چارواکو تر اوسه پورې د چاودنې د څرنګوالي او تلفاتو په اړه څه نه دي ويلي.
خو په سیمه کې عیني شاهدانو د ازادي راډیو خبریال ته ویلي؛ دا یوه انتحاري حمله وه چې له امله یې ۳ تنه وژل شوي او ۷ تنه نور ټپیان دي.
د عیني شاهدانو په وینا، د دې حملې هدف په ولسي جرګه کې د پکتیا د خلکو استازی ګل پاچا مجیدي موټر و. خو دا لا روښانه نه ده چې په خپله مجیدي په موټر کې و او کنه.
تر اوسه پورې کومې ډلې د دې حملې مسوولیت نه دی منلی.
دا په تېرو پنځو ورځو کې دویمه انتحاري حمله ده چې په کابل کې ترسره کیږي. د تېرې چهارشنبې په ورځ د وري په څلورمه د کابل دویمه حوزې ته څېرمه یو انتحاري برید وشو چې له امله یې ۶ تنه وژل شوي او ۳۱ نور ټپیان شوي وو.