اسټرالیا د کرکټ نړېوال جام په پایلوبه کې نیوزیلنډ ته ماته ورکړه

د کرکټ د نړیوال جام په فاینل یا وروستۍ مسابقه کې نن د اسټرالیا لوبډلې د نيو زیلنډ لوبډلې ته په اوو ویکیټونو ماتې ورکړه.

اسټرالیا پینځم وار د کرکټ نړیوال جام اتلولي وګټله.

د دې لوبې د سیل لپاره نن تر درې نوي زره زیات خلک د اسټرالیا په ملبورن ښار کې د کرکټ لوي میدان ته ورغلي وو.

د اسټرالیا ټیم نن د درېیو ویکټونو په بایللو، په څلور دېرشم اور کې لوبه وګټله.

د اسټرالیا د کرکټ ټیم په [۱۹۸۷] ، [۱۹۹۹] ، [۲۰۰۳] او [۲۰۰۷] میلادي کلونو کې د کرکټ د نړیوالو سیالیو اتل ګڼل شوی وو.

د نړۍ هیڅ هیواد تر اوسه د کرکټ د نړیوال جام سیالۍ چې له نولس سوه پينځه اویا میلادي کال راهیسې تر سره کیږي، تر دوو وارو زیاتې نه دې ګټلې.