اسلامپالو تندلارو د سوریې د ادلیب ښار له حکومتي ځواکونو ونیو.
د سوریې د بشري حقونو د څار ډله چې مقر یې په لندن کې دی؛ وایي چې په القاعدې پورې تړلې النصره جبهې او متحدینو یې دغه ښار نیولی دی.
له رقه وروسته ادلب د سوریې دوهم ښار دی چې د تندلارو اسلامپالو ډلو لاس ته لویږي.
د ادلیب سقوط د سوریې د ولسمشر بشار الاسد رژیم ته یوه سخته ضربه ګڼل کیږي.