د بیلډ په نوم د جرمني یوې ورځپاڼې ویلي؛ هغه کس چې په قصدي ډول د فرانسې په آلپ غرونو کې د یوې مسافر وړونکې الوتکي په غورځولو مشکوک دی؛ تیر کال خپلې ملګرې ته ویلي وو چې د رواني درملنې په حال کې دی.
په دې پیښه کې د الوتکي ټول ۱۵۰ تنه سپرلي مړه شوي دي.
اندیرس لوبیتز خپلې یوې پخوانۍ ملګري ته چې سټیورده یا د پرواز ملازمه وه او بیلډ یې نوم ماري یادوي؛ ویلي وو:
"یوه ورځ به داسې څه وکړم چې ټول سیسټم به بدل کړي او وروسته به زه په خپل نوم پوه شم او په یاد به یې ولرم."
جرمني چارواکو ویلي، داسې څیرې شوي یاداښتونه یې موندلي چې ښیي دغه مرستیال پیلوټ په یوې ناروغۍ اخته دی چې کیدای شي؛ د همدې پیښې په ورځ دی له پښو وغورځوي.
جرمن وینګز شرکت وایي، لوبیتز هغه مهال دوی ته د ناروغۍ دا یاداښتونه نه وو ورکړي.
په همدې حال کې په رسنیو کې نویو راپورونو ښودلې چې لوبیتز بینایي یا د لیدو ستونزه هم درلوده.