د افغانستان ولسي جرګې د حج او اوقافو وزیر فیض محمد عثماني او د عدلیې وزارت سرپرست سید یوسف حلیم خپلې استجوابیه غونډې ته ورغوښتي دي.
وکیلانو تر ډیره د تعویذ لیکونکو او په زیارتونو کې د ناستو مجاورانو او کوډګرو په اړه اندیښنې څرګندې کړې او له دې مسوولینو یې وغوښتل چې مخنیوی یې وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې د مسوولینو په خبره د فرخندې د وژل کېدو محرکین هغه کسان وو چې په شاه دوشمشېره زیارت کې موجود وو.
تراوسه ورغوښتل شوو چارواکو ته د ځواب ورکولو وخت نه دی ورکړل شوی.