په غزني کې ۱۴ طالب وسله وال وژل شوي او ۱۵ نور ټپیان دي

په غزني ولایت کې د نصرت په نوم د عملیاتو په نتیجه کې له تېرو څلوریشتو ساعتونو راهیسې ۱۴ طالب وسله وال وژل شوي او ۱۵ نور ټپیان دي.

د ۲۰۳ تندر قل اردو د عامه اړیکو مرستیال عبدالرحیم قرلق ازادي راډیو ته وویل چې دا عملیات د غزني په ده یک او اندړو ولسوالیو کې شوي دي.

دا عملیات د حمل له دویمې نیټې راهیسې په غزني کې پیل شوي دي.

تراوسه طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.