د پکتیکا د سیمه ییز پولیسو یو قومندان موسی خان د ماین په چاودنه کې ووژل شو

د پکتیکا د مټاخان ولسوالۍ د سیمه ییزو پولیسو قومندان موسی خان د خپل یوه ساتونکي سره د سړک غاړی ماین چاودنه کې ووژل شو.

د پکتیکا د امنیت امر سمونوال نثار احمد عبدالزي آزادۍ راډیو ته وویل چې قومندان موسي خان تیره شپه ناوخته د دې ولسوالۍ په پیر کلا سیمه کې پر ګزمه بوخت و چې پر موټر یې د سړک ماین وچاودید.

عبدالزي زیاته کړه چې په ماین چاودنه کې قومندان موسي خان او یو بل ساتونکي یې وژل شوي او یو ساتونکي یې ټپي شوی دی.

نوموړي زیاته کړه چې قومندان موسي خان په سیمه کې له مهمو قومندانانو څخه چې تر ډیره یې د یادې ولسوالۍ د امنیت په تامین مهم رول تر سره کړی و.

د مټاخان ولسوالۍ امنیه قومندان عبدالودود بیا آزادۍ راډیو ته وویل چې تر پيښي وروسته یې علمیات کړي چې له امله یو وسله وال وژل شوی او یو شمېر نور یې ټپیان کړي دي.

وسله والو طالبانو تر دامهاله په دې اړه څه نه دي ویلي.