ولسمشر غني: له امریکا سره د مشارکت او همکارۍ ته یې نوې روحیه ورکړې

د افغانستان جمهور رییس اشرف غني وایي؛ له امریکا سره مشارکت او همکارۍ ته یې نوې روحیه ورکړې ده.

ښاغلي غني دا خبره پرون په نیویارک کې د ملګرو ملتونو له عمومي منشي بان کي مون سره په کتنې کي وکړه.

په دې کتنه کي دواړو مشرانو د افغانستان د سولې د بهیر او له افغانستان سره د ملګرو ملتونو د همکاریو په دوام بحث وکړ.

د افغانستان جمهوري ریاست په یوې خبرپاڼه کي ویلي؛ د ملګرو ملتونو عمومي منشي، امریکا ته د جمهور رییس غني په مشرۍ د افغان هیات سفر بریالی او له لاسته راوړنو ډک وباله او له دې امله یې جمهور رییس غني ته مبارکي وویله.

د افغانستان جمهور رییس د ملګرو ملتونو عمومي منشي ته د افغانستان د سولې په اړه معلومات ورکړل او ویې ویل؛ د سولې د ټینګښت لپاره د افغان حکومت لومړیتوب دا دی چې لومړی د دولتونو ترمنځ سولې ته د رسېدو لار هوراه او بیا له طالبانوسره روغه جوړه وشي.