پاکستاني چارواکي وایي، د پولیسو پر هدفونو باندې د طالبانو پر دوو جلا حملو کې ۷ تنه پولیس وژل شوي دي.
نن سهار په کراچۍ ښار کې د یوې بمي چاودنې له امله دوه پولیس مړه او ۱۴ نور ټپیان شول. بم په یوه موټرسایکل پورې نښلول شوی و او هغه بس ته نږدې وچول شو چې د پولیسو مامورین یې انتقالول.
د کراچۍ له حملې څخه څو ساعته مخکې په بلوچستان کي وسله والو د پولیسو پر موټر ډزې وکړې؛ پنځه تنه پولیس یې ووژل او یو بل یې ټپي کړ.
د بلوچستان د کورنیو چارو د وزارت چارواکي وایي؛ دا حمله تېره شپه ناوخته د لرلایي ناحیې په چاچایلو سیمه کې شوې ده.
تحریک طالبان پاکستان د دواړو حملو مسوولیت منلی دی.