عراقي ځواکونو د اسلامي دولت ډلې له وسله والو څخه د مرکزي ښارګوټي تکريت د بېرته نيولو لپاره پوځي عمليات پيل کړل.
عراقي عسکرو وروسته له هغې د تکريت په مرکزي برخه کې پرمختګ وکړ چې د امريکا په مشرۍ ایتلاف جټ الوتکو وړمه ورځ په تکريت کې د اسلامي دولت ډلې پر هدفونو خپلې لومړنۍ هوايي حملې پيل کړې.
دا عمليات د عراق د هغو شيعه ملیشه وو له ملاتړ پرته پرمخ روان دي چې ايران يې ملاتړ کوي.
د ملیشه وو يوه وياند پرون وويل؛ زیات شمیر شيعه جنګياليو د امريکا د زيان رسوونکو هوايي حملو له امله د تکريت عمليات تحریم کړي دي.
د عراق صدراعظم حيدر العبادي چې د ایتلاف د هوايي حملو غوښتنه يې کړې وه؛ تکريت ته تللی و، تر څو د پخواني جمهور رییس صدام حسين د دې پلرنۍ سيمې د بېرته نيولو لپاره روان عمليات وڅاري.
د اسلامي دولت ډلې وسله وال په تیر جون میاشت کي په دي ښار چې اکثر اوسیدونکي یې سنیان دي؛ واکمن شوي وو.