د سعودي عربستان جنګي جټ الوتکو پرون د يمن په پلازمېنه صنعا کې د حوثي شيعه ملېشه وو؛ نور مرکزونه بمبار کړل.
دا په داسې حال کې ده چې د يمن فراري ولسمشر "عبدالربهُ منصور هادي" سعودي عربستان ته رسېدلى دى.
حوثي ياغيان چې ادعا کېږي ايران يې ملاتړ کوي؛ د عدن په څنډو کې د يمن ولسمشر هادي ته د وفادارو ځواکونو په وړاندې جنګېږي.
په همدې حال کې د امريکا په متحدو ايالاتو کې د سعودي عربستان سفير وايي؛ چې ايران په يمن کې د حوثي ياغيانو په پرمختګ کې مهم نقش لري.
عادل الجبير ادعا کړې، چې د ايران د سپاه سپاسداران افسران او د لبنان د حزب اله ډلې اړوند جنګيالي عملاً په يمن کې جنګېږي. عادل په دې اړه پرون په واشنګټن کې خبريالانو ته معلومات ورکړل.
تر دې مخکې د سعودي عربستان تر مشرۍ لاندې د عرب هېوادونو ائتلاف په يمن کې د حوثي پر اهدافو هوايي حملې پيل کړې.
د امريکا ولسمشر بارک اوباما پرون د يمن پر وضعيت او د حوثي ياغيانو پر پرمختګ د ترکيې له ولسمشر رجب طيب اردوغان سره ټليفوني خبرې وکړې.