ولسمشر غني: افغان حکومت د تېرو ۶میاشتو په پرتله اوس په یوه ځواکمن موقف کې دی

ولسمشر اشرف غني وايي د افغانستان حکومت د تېرو شپږو میاشتو په پرتله اوس په یوه ځواکمن موقف کې دی.

ښاغلي غني چې په نیویارک کې د بهرنیو اړیکو شورا په تحقیقاتي مرکز کې وینا کوله همداراز وویل، افغان امنیتي ځواکونه د طالبانو په وړاندې په جګړه کې له دفاعي حالت څخه راوتلي او اوس مهال په تعرضي حالت کې دي.

ښاغلي غني یادونه وکړه چې سږنی کال به د افغان حکومت لپاره د ازموینې کال وي:

"روان ۲۰۱۵ کال به د امنیت له پلوه د افغانستان لپاره سخت کال وي. د ژمي په موسم کې مو هېڅ وقفه وانه خیسته. موږ خپله وړتیا ښودلې او ښیو یې، خو دا به زموږ ازموینه وي."

ښاغلي غني ټینګار وکړ چې د افغانستان د بې امنیتۍ ستونزه د ټولې سیمې لپاره ستونزې رامینځ ته کولای شي. ده د اسلامي دولت ډلې یا داعش ظهور هغه مثال وباله چې د سوریې، عراق او یمن له پولو واوښت او اوس یې ټوله سیمه له ګواښ سره مخامخ کړې ده.