د فرانسې ولسمشر له حسن روحاني سره ټلیفوني خبرې وکړې

د فرانسې ولسمشر فرانسوااولاند د ایران د اټومي کړکېچ د اوارولو په مقصد د هڅو په ترڅ کې د ایران له ولسمشر حسن روحاني سره ټلیفوني خبرې کړي.

د ولسمشر اولاند دفتر پرون خبر ورکړ چې د ټلیفوني تماس غوښتنه د ایران له لوري شوې وه. د فرانسې د جمهوري ریاست له خوا په خپاره شوي بیان کې ویل شوي دي چې ښاغلي اولان له ایران سره د دې هېواد د اټومي پروګرام په اړه د یوه دوامدار، باثباته او څارنې وړ تفتیش د موافقې غوښتونکی دی.

په بیان کې همداراز ویل شوي دي چې د فرانسې ولسمشر د ملکي اټومي انرژۍ د لرلو په برخه کې د ایران د مشروع حق تاییدوي خو په څنګ کې غواړي داسې یو تضمین هم وي چې ایران باید اټومي وسله جوړه نکړي.

د ایران او فرانسې ولسمشران په داسې حال کې خبرې کوي چې د ایران د اټومي لانجې په اړه د سویس په لوزان ښار کې د امریکايي او ایرانی مقاماتو ترمینځ خبرې روانې دي.

دواړه لوري هڅه کوي چې د جون میاشتې ترپایه داسې یوې موافقې ته ورسېږي چې له مخې یې باید دا یقین ترلاسه شي چې ایران به اټومي وسله نه جوړوي او په بدل کې به یې د نړیوالې ټولنې له خوا پر ایران په لګول شويو بندیزونو کې کموالی راځي.