دیني عالمان نن د شاه دوشمشیره جومات مخې ته راټول شول او د فرخندې وژنه یې وغندله

د افغانستان لسګونه دیني عالمان نن د شاه دوشمشیره جومات مخې ته راټول شول او د فرخندې وژنه یې وغندله.

دغو عالمانو له عدلي او قضايي ارګانونو څخه وغوښتل څو د دغی پیښې اصلي عاملینو ته سزا ورکړي.

دغو عالمانو همدارنګه وویل، د اسلامي شریعت خلاف دا ډول کړنې باید د افغانستان عالمانو ته نسبت ورنه کړل شي.

د تېرې پنجشنبې په ورځ یو شمېرکسانو د قران شریف د سوځولو په تورفرخنده په بې رحمی سرهووژله.

خوله هغه وروسته د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وویل، د پولیسو څيړنې ښيي چې فرخنده بې ګناه وه او د دې قضیې په تړاو یې شاو خوا دېرش تنه نیولي دي.