افغان ولسمشرد ملګروملتونو له عمومي منشي سره د خبرو لپاره نیویارک ته ځي.
محمد اشرف غني چې پرون یې د امریکا د کانګرس دواړو جرګوته وینا وکړه د افغانستان او سیمې په وضعیت یې رڼا واچوله او وروسته یې په واشنګټن کې د امریکا د سولې په انسټټیوټ کې په افغانستان کې د سولې د روانو هڅو په اړه خبرې وکړې.
نوموړي وویل، له طالبانو سره د سولې خبرو په اړه په سیمه ییزه سطحه د یو شمېرهېوادونوله چارواکو سره خبرې شوي دي او دا لړۍ روانه ده.
ښاغلی غني د ملګروملتونو له عمومي منشي سره له خبرو وروسته امریکا ته خپل څلور ورځنۍ سفر پایته رسوي.