د ګوام چارواکي وایي چې سل پوځیان به افغانستان ته واستوي

د ګوام چارواکي وایي چې په راتلونکي مني کې به سل پوځیان افغانستان ته واستوي.

د ګوام یوې ورځپاڼې پاسي فیسک ډیلي نیوز خبر ورکړچې دغه پوځیان افغانستان ته د تګ لپاره چمتو دي.

د دغې وړې جزیرې ۶۰۰ پوځیان مخکې په افغانستان کې وو چې نژدې کال مخکې یې ټول وایستل.