په یمن کې حوثي یاغیانو د عدن هوایي ډګرنیولی دی

راپورونه وایي چې حوثي یاغیانو د عدن هوایي ډګرنیولی دی. تردې مخکې تیره ورځ د یمن ولسمشرعبد ربه منصورهادي د عدن په ساحلي ښارکې له خپلې ماڼۍ یوه نامعلوم ځای ته وتښتیده.

هادي تیره میاشت د یمن له مرکز صنعا څخه عدن ته پناه وړې وه. په صنعا کې شیعه حوثي وسله وال واکمنان دي.

له حوثي یاغیانو سره د پوځ یو شمېرکسان ملګري شوې دي او تیره ورځ یې اعلان وکړچې دفاع وزیر یې د یمن په جنوب کې نیولی دی.