کابل: په نننۍ انتحاري حمله کې ۶ تنه وژل شوي او ۳۱ ټپیان دي

د کابل امنیې قومندان وایي چې په نننۍ انتحاري حمله کې شپږ تنه وژل شوي او ۳۱ نور ټپیان دي.

عبدالرحمان رحیمي د پیښې په سیمه کې خبریالانو ته وویل چې حمله د یوه کرولا موټر په وسیله چې چاودیدونکي مواد په کې بار وو؛ شوې ده او زیاته یې کړه چې وژل شوي او ټپیان هم تول عام وګړي دي.

دغه حمله نن د څلورنیمو بجو په شااوخوا کې د مراد خانیو په سیمه کې د دوهمې امنیتي حوزې دروازې ته نږدې وشوه.

په چاودنه کې د عامو کسانو شااوخوا لس موټر هم ویجاړ شوي دي.

تراوسه چا د حملې مسوولیت په غاړه نه دی اخیستی.