د اوکراین جمهور رییس پټرو پروشینکو د یوه فرمان په صادرولو سره یو غښتلی والی له دندې لرې کړ.
د پروشینکو په ویب پاڼه کې ویل شوي؛ جمهور رییس وروسته له هغې فرمان صادر کړ چې د بېلتون غوښتونکو تر واک لاندې سیمو لوهانسک او ډونیڅک ته د نږدې ولایت د "نیپروپیټروفسک" والي "ایهور کولومیسکې" خپله استعفی وړاندې کړه.
جمهور رییس له دغه والي سره پرون دوه په دوه کتلي وو.
کولومیسکې چې یو وخت د پوروشینکو نږدې متحد و؛ د تېلو د دوو دولتي کمپنیو "اوکرترانز نافتا او "اوکرنافتا" پرسر یې اختلاف رامنځ ته شوی و.