د بالکان شپږهیوادونه په ګډه په افغانستان کې د ناټو په نوي ماموریت کې ګډون کوي.
په دغه ماموریت کې چې مشري به یې کرویشیا کوي؛ د مونټینیګرو، کرویشیا، بوسنیا، هرزیګووینه، البانیا او مقدونیا له دوسوو زیات پوځیان برخه اخلي.
په افغانستان کې د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموریت چې د روان میلادي کال د جنوري له میاشتې راهیسې پیل شوی؛ د افغان امنیتي ځواکونو پر روزنې، هغوی ته په سلامشورې کولو او ملاتړ څرخي.
کرویشیا به د بالکان د پنځو نورو هیوادونو د پوځیانو چې په مزارشریف کې ځای پرځای کیږي؛ بشپړ مسوولیت لري.
ټاکل شوې چې د بالکان د شپږو واړو هیوادونو د دفاع وزیران به د دغه نوي ګډ ماموریت تخنیکي موافقه په نژدې ورځوکې لاسلیک کړي.