د فراه ولایت امنیتي چارواکي وایي چې د هغو پنځو تنو د موندلو او خلاصون لپاره عملیات روان دي چې پرون د فرارود په لویه لاره په بالابلوک ولسوالۍ کې د دولت وسله والو مخالفانو له موټره ښکته کړل او له ځان سره یې بوتلل.
د فراه د امنيې قومندانۍ د امنیت امر دلجان خاکریزي ازادي راډیو ته وویل چې د پیښې سیمې ته یې نور ځواکونه استولي او د لټون عملیات دوام لري.
تراوسه د تښتول شویو کسانو هویت نه دی معلوم او نه یې د تښتولو مسولیت چا په غاړه اخیستی دی.
د فراه د ولایتي شورا مشرامنیتي چارواکي تورنوي چې د دوی له غوښتنې سره سره د دغې لارې د امنیت د ټینګښت لپاره یې تراوسه لازم اقدام ندی کړی.