د کریمیا د تاتاریانو د ټولنې یو لوړپوړی مشر وایي؛ که څه هم له یوه کال راهیسې چې دغه د تورې بحیرې په غاړه ټاپووزمه روسیې له خپلې خاورې سره ملحق کړې ده؛ د تاتاریانو د استوګنې شرایط خراب شوي؛ خو بیاهم له دوی غواړي چې په سیمه کې پاتې شي.
خو رفعت چوباروف چې د سې شنبې په ورځ یې د اروپا پارلمان ته خبرې کولې؛ د پخواني شوروي اتحاد د دیکتاتور جوزیف سټالین ترواکمنۍ لاندې له کریمیا څخه د تاتاریانو ایستل بې رحمانه وګڼل.
چوباروف چې د کریمیا د تاتاریانو د ټولنې مشر دی؛ دغه راز وویل، د ۲۰۱۴ کال د اپریل له میاشتې وروسته د روسیې له خوا هرډول اقدام نه شو ردولی چې په کې ښایي له دې سیمې څخه د ټول ملت شړل هم شامل وي.
په ۱۹۴۴ کال د سټالین د امر له مخې شاوخوا یو لک او اتیازره د کریمیا تاتاریان مرکزي اسیا ته واستول شول چې ډيری یې په لاره او یا هم له رسیدو وروسته مړه شول.
د ۱۹۸۰ لسیزي په وروستیو او نویمه لسیزه کې له کریمیا ډیرایستل شوي تاتاریان له خپلو ماشومانو سره بېرته کریمیا ته ستانه شول؛ خو د بشري حقونو ډلې وایي، له کله چې روسیې د تېرکال په پسرلي کې دا سیمه ترخپلې ولکې لاندې راوستې؛ دوی له نژادي تبعیض سره مخامخ دي او حقونه یې ترپښو لاندې کیږي.