ولسي جرګه: حکومت دې ضمانت راکړي وسلې،پولیس او موټر ورسپارو

د افغانستان د ولسي جرګې اداري پلاوی وايي، که حکومت د ملي شورا د غړیو د امنیت ضمانت ورکړي، دوی حاضر دي په خپله خوښه کورنیو چارو وزارت ته وسلې او موټر وسپاري.

د ولسي جرګې دویم مرستیال د سې شنبې په ورځ له ازادۍ راډیو سره په خبرو کې د غیر مسوولو وسله والو په بې وسلې کولو د ټینګار ترڅنګ وویل، دا مهال د ولسي جرګې غړي له بېلابېلو ګواښونو سره مخ دي.

د افغانستان د ولسي جرګې اداري پلاوی وايي چې پولیس او رینجرموټر دوی ته په قانوني ډول ورکړل شوي او د ملي شورا غړي اوس هم له بېلابېلو ګواښونو سره لاس او ګریوان دي.

د ولسي جرګې دویم مرستیال نذیراحمدزي د سې شنبې په ورځ ازادۍ راډيوته وویل، هره ورځ د حکومت له خوا رسمي مکتبونه ورته رسیږي چې خطرونو ته په کې اشاره شوې وي.

ښاغلی احمدزی وايي، حکومت مکلفیت لري چې د ټولو اتباعو په ګډون د ملي شورا د غړیو امنیت خوندي کړي.

هغه زیاته کړه، که حکومت دوی ته د امنیت د خونديتوب ډاډ ورکړي، د ولسي جرګې استازي حاضردي، هغه وسلې، پولیس او رینجرموټر چې دوی ته امنیت لپاره سپارل شوي بېرته اړوندو ارګانونوته وسپاري:

″موږ د ملت استازي یو نه نظامي قوماندانان چې زیات ساتونکې ولرو، حکومت مکلفیت لري چې د وکېلانو امنیت خوندي کړي، موږته هره اوونۍ یو یا دوه داسې مکتبونه را رسیږي چې په ستاسې د انتحاري حملې پلان شته، دغو دلیلونو ته په کتو موږ دوی ساتلي، حکومت دې د امنیت ډاډ راکړي، ډیری داسې ګروپونه هم شته چې ګواښ رامنځ ته کوي، حکومت د ملت کورته دریږي او وايي چې تاسې سره وسله او حکومتي موټر دي، که چېرې حکومت زموږ امنیت خوندي کړي موږ حاضر یو چې حکومتي رینجرې او وسلې وسپارو.″

له دې وړاندې د کورنیو چارو وزارت ویلي و، د ملي شورا یو شمېر غړیو له واکه په ګټې اخیستنې لسګونه عرادې موټراو پولیس له ځان سره ګرځوي او ځیني وخت له یادو وسایلو ناوړه استفاده هم کېږي.

د ولسي جرګې اداري پلاوی دا څرګندوې د کورنیوچارو وزیرد خبرو په غبرګون کې کوي چې د دوشنبې په ورځ یې د دې جرګې په استجوابیه غونډه کې کړې وې.

د افغانستان د کورنیو چارو وزیرنورالحق علومي د خپلو خبرو په یوه برخه کې ویلي دي چې د جمهوري ریاست له امر سره سم به له هغو وکېلانو پولیس، وسلې او رینجر موټر راټول کړي چې د خپل امنیت په خاطر یې له ځان سره ګرځوي:

″نن ورځ زموږله درې زرو زیات کسان چې زیاتره یې وکېلانو سره دي او اته نوي عردې رینجرې هم له وکېلانو سره دي، زموږ وسلې له دوي سره دي، جمهوري ریاست امر کړی موږ یې رسمي شورا ته رالیږو چې څه شي له چا سره دي چې څومره له وزیرانو او څومره له وکېلانو سره دي، زه چې وزارت ته ولاړم خپله ماته موټر نه پیدا کېده، هرڅوک چې له وزارته تللي موټریې له ځان سره وړي، د جمهوري ریاست امر دی چې موږ هڅه کوو دا ټول له یوه پلان سره راټول کړو.″

د حامد کرزي په مشرۍ د موقت حکومت له جوړېدو را وروسته یو شمېرتمویل کوونکو هېوادونو د افغان ملي امنیتي ځواکونو د پیاوړتیا لپاره د زرګونو عرادې موټرمرسته وکړه.

خو له تېرو څو کلونو راهیسې په دوامداره توګه داسې انتقادونه موجود دي چې له دولتي وسایطو څخه ځیني زورواکي شخصي استفاده کوي.

که څه هم ویل کېږي چې له دولتي امکاناتو څخه وکېلان یو ډول ګټه نه اخلي، خو د چارو کارپوهان په دې اند دي چې له دولتي وسایلو او وسایطو څخه باید د هېواد د امنیت د تامین لپاره ګټه واخستل شي.

راپور: رحمت الله افغان